د روسیې، امریکا او چین استازي به نن په مسکو کې د افغانستان د سولې د پروسې په اړه غونډه وکړي.
رشه ټوډې وايي چې د درېيو هیوادونو استازي به هڅه وکړي چې طالبان له افغان سیاستوالو او د مدني ټولنې له استازو سره خبرو ته وهڅوي.
رشه ټوډې د افغانستان د حکومت یادونه نه ده کړې.
روسیه، چې ادعا کېږي په وروستیو کلونو کې د طالبانو پوځي ملاتړ کوي، په سیاسي ډګرونو کې په ښکاره د طالبانو ننګه کوي.
تېره اوونۍ د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي ضمیر کابلوف د افغانستان حکومت په قطر کې د بین الافغاني خبرو د لغوه کېدو مسوول وباله.
کابلوف انټرفکس خبري اژانس ته وویل، دوی په دې خواشیني دي چې د افغانستان جمهور ريیس هڅه وکړه هغه اصول بدل کړي چې په پیل کې د دې ډول غونډو د تنظیم لپاره جوړ شوي وو.
کابلوف د طالبانو دریځ تایید کړ، او ویې ویل «خبره دا ده چې د افغانستان واکمن جمهور رييس هڅه کړې چې دا طرحه ګډه وډه کړي، ده د نژدې ۲۵۰ تنو لیست جوړ کړ او هڅه یې وکړه چې ټول قطر ته ولېږي.
مخکې په نورو راپورونو کې ویل شوي وو چې د درو هیوادونو (چین، امریکا او روسیې) استازي به په افغانستان کې د جګړې د پای ته رسېدو پر لارو چارو او د ملي پخلاینې پر امکاناتو خبرې وکړي.


