د افغانستان لپاره د امريکا په مرستو د دې هېواد ځانګړی سرمفتش وايي، سپينه ماڼۍ دې په افغانستان کې د لګولو پیسو په اړه امریکايي وګړو ته د حساب ورکولو لار پرانیزي.
جان سوپکو وايي د افغانستان جګړه او په دغه هېواد کې د امریکايي ځواکونو حضور د امریکا لپاره په لوړه بیه تمام شوی دی او د امریکايي وګړو میلیاردونه ډالر هلته لګول شوي دي.
دده په خبره امریکایي وګړي حق لري په دې پوه شي چې ددوی ورکړې مالیه چېرته لګول شوې ده او حکومت څومره لاس ته راوړنې لري.
جان سوپکو همدا راز وایي چې امریکا دې د حساب ورکولو لپاره لار پرانیزي او تر څنګ یې دې د نوو لګښتونو په اړه دقت وکړي.
دده په وینا لا هم په افغانستان کې جګړه ده او لا هم ډېر کار ته اړتیا ده، نو امریکايي وګړي هم حق لري چې د خپلو مالیاتو د لګېدو په ځای ځایګي پوه شي.


