رپوټ

935
۵ غویی ۱۳۹۸
لیکونکی: حسيب‌الله نوري

د سرې مياشتې ښارګوټی؛ د خلکو اندېښنې او د چارواکو ډاډ


کلید ګروپ د خپلو څېړنیزو راپورونو په لړ کې دا ځل د کابل ښار په افشارو سیمه کې د افغاني سرې میاشتې د ټولنې په ښارګوټي کې د ستونزو او اصلاحي پلان د رامنځته کېدو په اړه څېړنې کړې دي.
کليد ته داسې شکايتونه رسېدلي، یو شمېر هغه کسانو چې په دغه ښارګوټي کې ځمکې اخیستې او د دغه ځمکو سندونه هم په لاس کې لري، دوی ته اجازه نه ورکول کېږي چې هلته رغنیزې چارې ترسره کړي او یا هم له وړاندې په هغه نمرو کې ودانۍ جوړې شوې دي.
د یاد ښارګوټي اوسېدونکي وایي، د هرې نمرې ځمکې په مقابل کې یې د ښاري اسانیتاوو په پار د سرې میاشتې ټولنې ته ۱۵۰ زره افغانۍ ورکړې خو په دغه ښارګوټي کې لا هم برق او اوبه نشته او سړکونه یې نه دي پاخه شوي.
خو د افغاني سرې میاشتې ټولنې مسوولین بیا دا ستونزه د حل وړ بولي او وایي، د اصلاحي پلان په رامنځته کېدو سره به ستونزې حل شي.
د دغه ټولنې مسوولینو په وینا، هغه کسان چې په دې اړه شکایتونه لري دوی کولای شي د دغه ادارې له مقام سره یې شریک کړي.
دوی وایي، د ښاري اسانتیاوو په پار ټولې شوې پیسې د دغه ښارګوټي په ځانګړي بانکي حساب کې ساتل کېږي او د اصلاحي پلان په تطبیق کې به یې مصرف کړي.
په همدې حال کې د دغه ټولنې مسوولین خپلو کارکوونکو ته خبردارئ ورکوي که کوم کارکوونکی یې د دغه ټولنې له لوري دوی ته ورکړل شوې ځمکه په بل چا وپلوري له دندې به یې وشړي.
په ورته وخت کې د ښارجوړونې او اراضۍ وزارت مسوولین هم د دغه ستونزې د هواري خبره کوي او وایي، ډېر ژر به منظور شوی اصلاحي پلان د سرې میاشتې له ټولنې سره شریک او په دغه ښارګوټي کې به د رغونې چارې پیل شي.
د معلوماتو له مخې د سرې میاشتې ښارګوټي ته دغه ځمکه د اراضۍ ادارې له لوري ورکړل شوې چې د کابل ښار په افشارو سیمه کې موقعیت لري.
د سرې میاشتې د معلوماتو پر بنسټ دغه ښارګوټی په ۱۳۰ جریبه ځمکه کې رامنځته شوی چې له ډیزاین او وېزې وروسته په ۱۳۹۵ لمریز کال کې یې د ځمکو د وېش لړۍ د جمهور رئیس په حکم پیل او تر دې مهاله په کې ۶۲۰ نمرې ځمکه وېشل شوې ده.

د ځمکو د پلور په تړاو د سرې مياشتې خبرداری
په کابل ښار کې یو شمېر کسان ادعا کوي چې د سرې میاشتې په ښارګوټي کې یې ځمکې اخیستې دي خو لا هم دوی ته اجازه نه ده ورکړل شوې چې په یادو ځمکو کې آبادۍ وکړي.
د کابل ښار اوسېدونکی محمد رحمن وایي، څو کاله وړاندې یې په دغه ښارګوټي کې د ۸ لکه افغانیو په مقابل کې یوه نمره ځمکه واخیسته خو لا هم اجازه نه ده ورکړل شوې چې په دغه ښارګوټي کې آبادي وکړي: «هغه ځمکه چې زما په سندونو کې یاونه شوې په هغه ځمکه بل چا ودانۍ جوړه کړې ده.»
نوموړی وایي، له یادو ۸ لکه افغانیو ۱۵۰ زره یې د افغاني سرې میاشتې ټولنې په اکونټ کې جمع کړې او نورې یې د ځمکې خاوند ته ورکړي دي.
د نوموړي په خبره هغه مهال چې دوی په دغه ښارګوټي کې ځمکه اخیسته د دوی ټول سندونه د سرې میاشتې په اداره کې ثبت وو او دوی د همدغه سندونو پر بنا په یاد ښارګوټي کې دا ځمکه رانیولې ده.
د محمد رحمن په خبره دوی د ځمکې ټول اړوند سندونه په لاس کې لري او هغه سندونه چې په بانک کې یې پرې پېسې جمع کړې دي هم له دوی سره موجود دي خو هېچا د دوی غږ نه دی اورېدلی.
د یادونې وړ ده چې د کابل ښار اوسېدونکي محمد رحمن نومي کس له حاجي محمد عمر څخه دغه ځمکه اخیستې وه، ومو غوښتل چې له حاجي عمر سره هم په دې اړه مرکه وکړو او د دوی نظر هم واخلو خو هغه زموږ ټلیفوني اړیکې ځواب نه کړې.
محمد رحمان ادعا کوي چې د حاجي عمر په نوم دغه کس په یاد ښارګوټي کې هغه مهال زیاتې نمرې ځمکه اخېستې وه.
بل پلو د افغاني سرې میاشتې ټولنې مسوولین بیا د دغه ستونزو د حل ډاډ ورکوي او وایي، هغه کسان چې ورته ستونزو سره مخ دي کولای شي د حل لپاره یې د سرې میاشتې ټولنې ریاست ته مراجعه وکړي.
د دغه ټولنې ویاند میرام صداقت وایي، په دغه ښارګوټي کې یو شمېر بې ځایه شوو کډوالو خیمې وهلې او هلته ژوند کوي.
د نوموړي په باور، هغه کسان چې دا ډول شکایتونه لري ښايي د همدوی په ځمکو کې کورنیو بې ځایه شوو کسانو خیمې درولې وي: «اصلاحي پلان د همدې لپاره جوړ شوی دی، څو ځمکې په ښه ډول ووېشل شي او ټولو ته یې حق ورسېږي او که کوم څوک ستونزه لري، دوی دې زموږ د ریاست مقام ته مراجعه وکړي او د ستونزو د حل لپاره به یې ګامونه پورته شي.»
د صداقت په خبره، د افغاني سرې میاشتې ټولنې هېڅ کارکوونکی د دې حق نه لري چې د دغه ټولنې له لوري ورکړل شوې ځمکه وپلوري: «که څوک د سرې میاشتې له لوري دوی ته ورکړل شوې ځمکې وپلوري دغه ریاست به یې له دندې لرې کړي.»
خو د کلید موندنې ښیي چې په دغه ښارګوټي کې د ځمکو پیر او پلور روان دی او هر څوک کولای شي په دغه ښارګوټي کې ځمکه راونیسي.
د افشارو په سیمه کې د لارښوونې د دفتر یو مسوول صلاح الدین (مستعار نوم) وایي، له دوی سره په دغه ښارګوټي کې اوس هم نمرې ثبت دي او هر څوک کولای شي دغه نمرې وپېري: «د ښارګوټي په نمرو کې ستونزه نشته او بيې يې هم له لس زره ډالرو پيلېږي او بیا تر ۴۰ زره ډالرو رسېږي.»
هغه څه چې د افغاني سرې میاشتې ټولنه یې د دغه ټولنې د تدارکاتو د مقررو خلاف بولي او هیڅ کارکوونکی یې حق نه لري چې دوی ته ورکړل شوې ځمکه وپلوري.

د رغنيزو چارو ځنډ، ولې؟
د دغه ښارګوټي اوسېدونکي وایي، د ښارجوړونې او اراضۍ وزارت مسوولینو یې د ودانیو د جوړولو مخنیوی کړی دی او څوک نه شي کولای چې په سیمه کې رغنیزې چارې تر سره کړي.
دوی وایي، څو ځله یې د ستونزې د حل لپاره یاد وزارت ته مراجعه کړې خو تر دې دمه یې کوم مثبت ځواب نه دی تر لاسه کړی.
خو د ښارجوړونې او اراضۍ وزارت مسوولین بیا وایي، د دغه ښارګوټي په پلان کې یو شمېر ستونزې موجودې وې او دوی کابینې ته د اصلاح لپاره وړاندې کړې. د کابینې له لوري هم منل شوې او ډېر ژر به یې منظوري له دغه وزارت څخه د افغاني سرې میاشتې ریاست ته واستول شي.
د دغه وزارت ویاند حشمت الله ناصري وایي: «اصلاحي پلان جوړ شوی او تر منظورۍ وروسته به د سرې میاشتې مسوولینو ته په دغه ښارګوټي کې د ودانیو جوړولو اجازه ورکړل شي.»
په همدې حال کې د افغاني سرې میاشتې ټولنې مسوولین هم وایي، دوی د دې لپاره چې له پاتې ځمکې زیاته او ښه ګټه پورته شي، د ښارجوړونې او اراضۍ وزارت سره په همغږۍ یې د دغه پلان د اصلاح کولو غوښتنه وکړه.
د دغه ټولنې ویاند میرام صداقت وایي: «د اصلاحي پلان په تکمیل سره به یادو ستونزو ته رسېدنه وشي.

د خلکو نيوکې او اندېښنې
د سرې میاشتې ښارګوټي اوسېدونکي په دغه ښارګوټي کې د برق، اوبو او سړکونو له خرابوالي شکایت کوي.
دوی وایي، هغه مهال چې دوی ته دغه ځمکې ورکول کېدلې، له دوی د هرې نمرې ځمکې په مقابل کې د برق، اوبو او سړکونو د جوړولو لپاره ۱۵۰ زره افغانۍ اخیستل شوې دي.
د دغه ښارګوټي وکیل محمد ابراهیم اریوب وال وایي، له دوی سره ژمنه شوې وه چې په یاد ښارګوټي کې به د استوګنې ټولې اسانتیاوې ورته برابرېږي: «دلته کابو ۸۰۰ نمرې ځمکه وېشل شوې ده او له هرې نمرې د سړکونو او برق د جوړولو لپاره ۱۵۰ زره افغانۍ اخیستل شوې دي.»
خو د سرې میاشتې مسوولین بیا وایي، په دغه ښارګوټي کې کابو ۶۲۰ نمرې ځمکه خلکو ته وېشل شوې ده. د دغه معلوماتو پر بنسټ له یاد شمېر نمرو ځمکې د دغه ټولنې په بانکي حساب کې ۹۳.۰۰۰.۰۰ درې نوي میلیونه افغانۍ را غونډې شوې دي.
د دغه ټولنې د ویاند میرام صداقت په خبره، له خلکو را غونډې شوې پیسې د دغه ښارګوټي په بانکي حساب کې ساتل کېږي او له هغه وروسته چې د ښار جوړونې او اراضۍ وزارت له لوري د دغه ښارګوټي اصلاحي پلان ورته واستول شي، دوی به په دغه ښارګوټي کې ټولې ښاري اسانیتاوې رامنځته کړي: «د اصلاحي پلان په جوړېدو به دلته ټولې ستونزې هوارې شي.»
د دغه ښارګوټي وکیل وایي، دوی خپل مشکلات د ښارجوړونې وزارت سره هم شریک کړي، خو د ستونزې د حل لپاره یې تر اوسه کوم اقدام نه دی شوی: «د ښارجوړونې وزارت کارونه بند کړي دي او چاته اجازه نه شته چې ودانۍ جوړې کړي کله چې موږ هلته مراجعه کوو راته وایي، چې ډېر ژر به دا ستونزه حل شي، خو موږ نه پوهېږو چې د دوی ژر به څه وخت وي.»
په ورته وخت کې د ښارجوړونې او اراضۍ وزارت مسووولین وایي، د سرې میاشتې د ښارګوټي اصلاحي پلان بشپړ شوی او که کومه تخنیکي ستونزه په کې رامنځته نه شي ډېر ژر به د دغه وزارت له لوري منظور او خلکو ته به اجازه ورکړل شي چې په دغه ښارګوټي کې رغنیزې چارې پیل کړي.

 

 

 

شریکول
ایمیل *
نوم *
ستاسو څرګندونې *