ads

اريايي: د ټاکنو په قانون کې تعديل د کمېسيونونو په چارو کې لاسوهنې ته لاره پرانيسته

د ټاكنيزو شكايتونو د كمېسيون پخوانى رئيس وايي، د ټاكنو په قانون كې تعديل د ټاكنيزو كمېسيونونو د كمزورۍ لامل شو او د دغه كمېسيونونو په چارو كې د لاسوهنو لپاره يې هم لاره خلاصه كړه.

نویسنده: mayar
5 غویی 1398
اريايي: د ټاکنو په قانون کې تعديل د کمېسيونونو په چارو کې لاسوهنې ته لاره پرانيسته

د ټاكنيزو شكايتونو د كمېسيون پخوانى رئيس وايي، د ټاكنو په قانون كې تعديل د ټاكنيزو كمېسيونونو د كمزورۍ لامل شو او د دغه كمېسيونونو په چارو كې د لاسوهنو لپاره يې هم لاره خلاصه كړه.
عبدالعزيزآريايي چې دوسيه يې د دغه كمېسيون او ټاكنو د كمېسيون له نورو كمېشنرانو سره يو ځاى په لويه څارنوالۍ كې ترڅېړنو لاندې ده، له كليد سره په ځانګړې مركه كې وويل، د قانون تعديل د ټاكنيزو شكايتونو د كمېسيون په چارو كې د حكومت، محكمې او څارنوالۍ لاسوهنو ته لاره هواره كړه.
آريايي زياته كړه، د ټاكنيزو جرمونو څېړنه او له څېړلو وروسته څارنوالۍ ته د دوسيو لېږل د ټاكنيزو شكايتونو د كمېسيون واك دى خو په وينا يې اوس جمهوري رياست او اجرائيه رياست په فرمايشي توګه دغه دوسيې څارنوالۍ ته لېږلې دي.
د ټاكنيزو شكايتونو د كمېسيون پخواني رئيس په ورته وخت كې زياته كړه، د حكومت مشرتابه، ځينو نورو حكومتي بنسټونو، يو شمېر بهرنيو كړيو، ځينو سياسي ګوندونو او مدني ټولنو له دې كبله چې د خوښې وړ كسانو يې وروستي لېست ته لاره پيدا نه كړه نو د ټاكنو په ګډوډولو يې لاس پورې كړ.
د ټاكنيزو شكايتونو د كمېسيون پخوانى رئيس عبدالعزيز آريايي په همدې حال كې وايي، څوڅو ځله څارنوالۍ ته ورغلى خو په اړه يې هېڅ اسناد نه شته او يوازې ترې د دې پوښتنې كيږي چې ولې فلانى نوماند بريالى نه شو.
نوموړي زياته كړه، د اسنادو پربنسټ د رايو باطلول يا باطلو رايو ته اعتبار وركول يې له واكونو څخه وو چې په اړه يې د اسنادو په پام كې نيولو سره پرېكړې كړې او اوس هم په خپلو پرېكړو ولاړ دى.
خو د جمهوري رياست مرستيال وياند شاه حسين مرتضوي د دغه تورونو په ځواب كې كليد ته وويل، د ټاكنيزو كمېسيونونو د غړو دوسيې اوسمهال په لويه څارنوالۍ كې دي او زياته يې كړه چې كه د ټاكنيزو كمېسيونونو غړي د حكومت اويا بل هر بنسټ په اړه اسناد لري نو وړاندې يې دې كړي.
غوښتل مو چې د يادو تورونو په اړه د ټاكنيزو شكايتونو د كمېسيون او اجرائيه رياست نظر هم ولرو خو له هڅو سره سره ونه توانېدو.
د تېر كال د تلې مياشتې په وروستيو كې د ولسي جرګې ټاكنې ترسره شوې چې په يادو ټاكنو كې د پراخو درغليو او په پايلو كې يې د لاسوهنو ادعاوې وشوې، چې له دغه ادعاو وروسته حكومت د دواړو كمېسيونونو ټول غړي په يو ځل له دندو ګوښه او څارنوالۍ ته يې ور وپيژندل.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA