ads

افغان کرکټ ملي لوبډله د جنوبي افريقا له مخ پر ودې لوبډلې سره دوې لوبې کوي

د نړيوال جام لپاره د افغانستان ټاکل شوې کرکټ ملي لوبډله د جنوبي افريقا له مخې پر ودې يا ايمرجېنګ لوبډلې سره دوې يو ورځنۍ لوبې لري.

نویسنده: mayar
4 غویی 1398
افغان کرکټ ملي لوبډله د جنوبي افريقا له مخ پر ودې لوبډلې سره دوې لوبې کوي

د نړيوال جام لپاره د افغانستان ټاکل شوې کرکټ ملي لوبډله د جنوبي افريقا له مخې پر ودې يا ايمرجېنګ لوبډلې سره دوې يو ورځنۍ لوبې لري.
ټاکل شوې د دواړو لوبډلو تر منځ درې لوبې ترسره شي، خو د دې لړۍ لومړۍ لوبه چې ټاکل شوې وه د سې شنبې په ورځ ترسره شي، د باران د اورښت له کبله لغوه شوه.
ټاکل شوې دوې نورې لوبې سبا پنجشنبې او د را روانې شنبې په ورځ ترسره شي.
د ملي لوبډلې نوی ټاکل شوی لوبډلمشر ګلبدين نايب وايي، دغه لوبې په انګلستان او وېلز کې د نړيوال جام سياليو ته د تياري په هدف ترسره کېږي.
نوموړي وويل، د جنوبي افريقا په مخ پر وده لوبډله کې د دې هېواد پیاوړي او د ملي لوبډلې يو شمېر لوبغاړي شامل دي.
افغان لوبغاړي به له جنوبي افریقا وروسته په انګلستان کې له سکاټلند او ایرلنډ سره هم ځینې لوبې وکړي چې د نړیوال جام تر سياليو مخکې ترسره کېږي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA