ads

غني: په راتلونکو څو ورځو کې ملي شورا پرانيزم

جمهور رييس محمد اشرف غني وايي، چمتو دی چې په راتلونکو څو ورځو کې ملي شورا پرانېزي.

نویسنده: mayar
4 غویی 1398
غني: په راتلونکو څو ورځو کې ملي شورا پرانيزم

جمهور رييس محمد اشرف غني وايي، چمتو دی چې په راتلونکو څو ورځو کې ملي شورا پرانېزي.
جمهور رييس غني چې پرون يې د ولسي جرګې له نوو غړي سره په تعارفي ليدنه کې خبرې کولې وویل، ملي شورا به ډېر ژر پرانېزي. هغه ټينګار وکړ چې د ملت کور به د کشمکشونو ځای نه وي او هره ستونزه چې وي بايد به ګډه يې حل کړي.
جمهور ريیس غني وروسته له دې دا خبرې وکړې چې د ولسي جرګې نوو غړو له جمهور ريیس غني د ملي شورا د ژر تر ژره پرانیستو غوښتنه وکړه او دغه راز يې ټينګار وکړ چې د ټاکنو خپلواک کمېسيون دې د میدان وردګ، کابل او کوچيانو حوزې د ټاکنو پايلې هم اعلان کړي.
له بل لوري د ټاکنو خپلواک کمېسیون هم ويلي چې د روانې اوونۍ تر پايه به د ولسي جرګې د ټاکنو ټولې وروستۍ پايلې له شکايتونو کمېسيون دوی ته ورسېږي او دوی به يې هم اعلان کړي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA