ads

د بين الافغاني خبرو لپاره جدي کار نه ترسره کېږي

د افغانستان د سولې لپاره د امريکا د بهرنيو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمی خليلزاد وايي، د افغانستان د سولې په پروسه کې د بين الافغاني خبرو لپاره جدي اقدام نه دی شوی.

نویسنده: mayar
4 غویی 1398
د بين الافغاني خبرو لپاره جدي کار نه ترسره کېږي

د افغانستان د سولې لپاره د امريکا د بهرنيو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمی خليلزاد وايي، د افغانستان د سولې په پروسه کې د بين الافغاني خبرو لپاره جدي اقدام نه دی شوی.
خليلزاد پرون د امريکا په سفارت کې د وېډيويي کنفرانس له لارې له ځوانو مشرانو سره په خبرو کې ويلي، د دې وخت را رسېدلی چې نور جګړه پای ته ورسېږي او د تېرو کلونو لاستې راوړنې خوندي شي.
نوموړي ويلي، هغه خبرې چې نوموړي له طالبانو او افغان حکومت سره پيل کړې دي پرمختګونه لري، خو د بين الافغاني خبرو لپاره تر دې مهاله هم جدي هڅې نه دي شوې.
هغه يو ځل بيا ټينګار وکړ، تر هغې چې په ټولو مسايلو هوکړه نه وي شوې پر هېڅ شي هم هوکړه نه ده شوې.
خليلزاد له ځوان افغان مشرانو غوښتنه کړې تر څو د سولې په هڅو کې له نوموړي سره مرسته وکړي او په روان کال کې د سولې لپاره خپل غږ پورته کړي.
دا په داسې حال کې ده چې ټاکل شوې وه روانه اوونۍ د افغان او طالبانو استازي په دوحه کې په يوه ناسته کې سره وګوري خو د دې غوندې د ګډونوالو د نوملړ پر سر د اختلافاتو له کبله دغه ناسته وځنډېده.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA