داعش ډلې د سریلانکا د یکشنبې ورځې د خونړیو چاودنو پړه پر غاړه واخیسته.
په دې چاودنو کې چې په پلازمېنه کلمبو او يو شمېر نورو ښارونو کې پر کلیساوو او عصري هوټلونو وشوې، د وژل شویو کسانو شمېر له ۳۰۰ تنو زیات شوی او شاوخوا ۵۰۰ تنه نور هم ټپیان شوي دي.
په داعش پورې تړلي اعماق خبري اژانس پرون وویل، هغه ځانوژونکي بريدونه چې یوه ورځ مخکې په سریلانکا کې د ائتلافونو اتباع او مسیحیان پهکې په نښه شوي وو، د داعش ډلې جنګیالیو کړي دي.
د جرمني د «ډي پي اې» خبري اژانس د راپور له مخې، په اعماق کې د خپاره شوي بیان اشاره د امریکا په مشرۍ هغه ائتلاف ته ده چې په عراق او سوریه کې یې د دې ډلې پر ضد جګړه مخ ته وړې ده.
داعش چې په ۲۰۱۴ میلادي کالیې په عراق او سوریه کې ډېرې سیمې لاندې کړې وې، د دغه ائتلاف د جګړې په پايله کې په دواړو هېوادونو کې سخته ځپل شوې ده.
د سریلانکا چارواکو د ملي جماعت توحید په نوم یوه سیمهییزه اسلامپاله افراطي ډله د دغو بريدونو مسؤله بللې وه.


