د غزني والي وحيدالله كليمزى وايي، افغان او بهرنيو ځواكونو په تېره وري مياشت كې په دې ولايت كې ۱۰۰ هوايي او كومانډويي عملياتونه ترسره كړي، چې له كبله يې د ځينو قوماندانانو او مهمو غړو په ګډون له ۳۰۰ زياتو وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
دى زياتوي، دا عملياتونه د غزني په مركز او ۱۱ ولسواليو كې د طالبانو پر پټنځايونو او د هغوى د را ټولېدو پر ځايونو ترسره شوي، چې په ترڅ كې يې ۲۵۳ طالبان وژل شوي، ۴۹ تنه ټپيان دي او ۴۰ نور نيول شوي دي.
د كليمزي په خبره، تېره مياشت په غزني كې په جګړو او چاودنو كې ۳۴ افغان سرتېري هم وژل شوي او ۱۷ تنه نور ژوبل دي.
هغه وويل، د روان لمريز كال په لومړۍ مياشت كې هلته په بېلابېلو پېښو كې اوو ملكي وګړو هم خپل ژوند له لاسه وركړى او شاوخوا ۱۴ تنه نور ټپيان شوي دي.
د غزني والي همدارنګه وايي، امنيتي سرتېرو په تېره وري مياشت كې په دغه ولايت كې د طالبانو د چاودېدونكو توكو دوه ډيپوګانې كشف كړي او له منځه يې وړي او د هغوى ۲۳۰ ميله بېلابېله ډوله وسلې يې ترلاسه كړې دي.
وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه خپل نظر نه دى څرګند كړى.