ads

د غزني په بېلابېلو سيمو كې هوايي او ځمكني عمليات ترسره شوي

په غزني كې تېره شپه د افغان او بهرنيو ځواكونو په هوايي او ځمكنيو عملياتو كې ۴۸ وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

نویسنده: mayar
3 غویی 1398
د غزني په بېلابېلو سيمو كې هوايي او ځمكني عمليات ترسره شوي

په غزني كې تېره شپه د افغان او بهرنيو ځواكونو په هوايي او ځمكنيو عملياتو كې ۴۸ وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د دغه ولايت د والي وياند محمد عارف نوري وايي، دا عمليات د غزني د مركز او اندړو، ناوې، ده يك، ګيلان او آب بند ولسواليو په مربوطاتو كې ترسره شوي دي.
د ده په وينا، په دې عملياتو كې د قوماندان ملا رمضان په ګډون ۳۶ طالبان وژل شوي، ۱۲ تنه ټپيان دي او نهه نور نيول شوي دي.
نوري وويل، د يادو عملياتو په مهال د طالبانو د وسلو يوه ډيپو او ۴۶ عرادې نقليه وسايط هم له منځه يووړل شول.
خو وسله والو طالبانو ادعا كړې، چې افغان او امريكايي ځواكونو تېره شپه په غزني كې د ملكي خلكو پر كورونو چاپې وهلي، شخصي وسايط يې سوځولي او دوه ملكي وګړي يې بنديان كړي دي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA