کليمزی: تېره مياشت په غزني کې ۳۰۰ طالبانو او ۵۱ امنيتي سرتېرو ته مرګ ژوبله اوښتې

د غزني والي وحيدالله كليمزى وايي، افغان او بهرنيو ځواكونو په تېره وري مياشت كې په دې ولايت كې ۱۰۰ هوايي او كومانډويي عملياتونه ترسره كړي، چې له كبله يې د ځينو قوماندانانو او مهمو غړو په ګډون له ۳۰۰ زياتو وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.