په هلمند كې د پوليو ناروغۍ دوې مثبتې پېښې ثبت شوې

د هلمند د عامې روغتيا رياست وايي، تازه د دغه ولايت په واشېر او سنګين ولسواليو كې د ګوزڼ يا پوليو ناروغۍ دوه مثبتې پېښې ثبت شوې دي.
د هلمند د عامې روغتيا رئيس عبدالاحد حازم كليد ته وويل، هلته د ناامنۍ له كبله د پوليو په ضد د واكسين له هر كمپاين څخه ګڼ شمېر ماشومان بې برخې پاتې كېږي.