ads

په هلمند كې د پوليو ناروغۍ دوې مثبتې پېښې ثبت شوې

د هلمند د عامې روغتيا رياست وايي، تازه د دغه ولايت په واشېر او سنګين ولسواليو كې د ګوزڼ يا پوليو ناروغۍ دوه مثبتې پېښې ثبت شوې دي.
د هلمند د عامې روغتيا رئيس عبدالاحد حازم كليد ته وويل، هلته د ناامنۍ له كبله د پوليو په ضد د واكسين له هر كمپاين څخه ګڼ شمېر ماشومان بې برخې پاتې كېږي.

نویسنده: mayar
3 غویی 1398

كه څه هم افغان چارواكي وسله وال طالبان د پوليو په ضد د واكسين د كمپاين په وړاندې لوى خنډ بولي، خو طالب وياند قاري يوسف احمدي په دې وروستيو كې ويلي، چې دوى د دا ډول كمپاين له تطبيق سره ستونزه نه لري.
افغانستان، پاكستان او نايجيريا هغه هېوادونه دي، چې لا هم له پوليو ځورېږي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA