ads

په لوګر او كابل كې سلګونه كيلو ګرامه نشه يي توكي نيول شوي

له نشه يي توكو سره د مبارزې پوليسو په لوګر او كابل ولايتونو كې سلګونه كيلو ګرامه نشه يي توكو ونيول.

نویسنده: mayar
3 غویی 1398
په لوګر او كابل كې سلګونه كيلو ګرامه نشه يي توكي نيول شوي

له نشه يي توكو سره د مبارزې پوليسو په لوګر او كابل ولايتونو كې سلګونه كيلو ګرامه نشه يي توكو ونيول.
د كورنيو چارو وزارت د خبرپاڼې له مخې، يادو پوليسو تېره شپه د لوګر د خوښۍ ولسوالۍ په کافر دره سيمه کې د عملياتو په مهال ۷۹۰ کيلو ګرامه چرس کشف او ترلاسه كړل.
په خبرپاڼه كې راغلي، په يادو عملياتو كې درې وسله وال، چې د پوليسو په وړاندې يې مقاومت ښوده، وژل شوي او د هغوى يو عراده موټر هم له منځه وړل شوى دى.
سرچينه وايي، پوليسو د كابل ښار د درېيمې او ۱۷مې ناحيو په مربوطاتو كې هم د بېلابېلو عملياتو په ترڅ كې يوه اندازه نشه يي توكي نيولي دي.
د سرچينې په خبره، د دغو عملياتو په مهال د نشه يي توكو د پلورلو په تور څلور تنه ونيول شول.
د كورنيو چارو وزارت نن په يوه بله خبرپاڼه كې د كندهار ښار د درېيمې امنيتي حوزې په مربوطاتو كې د ۱۶۰۰ كيلو ګرامه چاودېدونكو توكو د ترلاسه كولو خبر وركوي.
د خبرپاڼې پر بنسټ، دا نيول شوي چاودېدونکي توکي بارود ډوله دي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA