ads

ټرمپ ښايي په جون مياشت کې لندن ته لاړ شي

انګليسي رسنۍ وايي، ښايي د امريکا جمهور رئيس ډونالډ ټرمپ د راتلونكې جون مياشتې په لومړيو کې لندن ته سفر وکړي.

نویسنده: mayar
3 غویی 1398
ټرمپ ښايي په جون مياشت کې لندن ته لاړ شي

انګليسي رسنۍ وايي، ښايي د امريکا جمهور رئيس ډونالډ ټرمپ د راتلونكې جون مياشتې په لومړيو کې لندن ته سفر وکړي.
د سرچينو په خبره، د انګلستان ملکې ټرمپ ته لندن ته د سفر د بلنې په تړاو ليک لېږلی او ټاکل شوې په راتلونکو دوو ورځو کې د نوموړي د سفر دقيقه نېټه په ډاګه شي.
د راپورونو له مخې، د انګلستان د لومړۍ وزيرې د دفتر او سپينۍ ماڼۍ د چارواكو ترمنځ په پټ ډول په دې تړاو خبرې شوې دي او ممكن دا سفر د دوهمې نړيوال جګړې له کوم مناسبت سره په يوه وخت ترسره شي.
ټرمپ تېر کال څلور ځله په لندن کې له معترضينو سره د مخامخ کېدو له وېرې انګلستان ته خپل سفر لغوه کړ او بالاخره يې په پنځم ځل په سختو امنيتي تدابيرو کې له لندن نه ليدنه وکړه.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA