ads

مېلر: د جګړې دوام د افغان ستونزې د حل لاره نه ده

په افغانستان كې د بهرنيو ځواكونو عمومي قوماندان جنرال سكاټ ميلر وايي، د جګړې دوام د افغان ستونزې د حل لاره نه ده او هغه بايد د افغانستان د حكومت په رهبرۍ او مالكيت د مخامخ خبرو په وسيله حل شي.

نویسنده: mayar
3 غویی 1398
مېلر: د جګړې دوام د افغان ستونزې د حل لاره نه ده
????????????????????????????????????

په افغانستان كې د بهرنيو ځواكونو عمومي قوماندان جنرال سكاټ ميلر وايي، د جګړې دوام د افغان ستونزې د حل لاره نه ده او هغه بايد د افغانستان د حكومت په رهبرۍ او مالكيت د مخامخ خبرو په وسيله حل شي.
نوموړي دا څرګندونې د دوشنبې په ورځ د سولې عالي شورا د دارالانشاء له رئيس، د سولې د اجماع لپاره په سيمه ييزو چارو كې د جمهور رئيس له ځانګړي استازي او د سولې مشورتي لويې جرګې د جوړولو كمېسيون له رئيس محمد عمر داودزي او د كورنيو چارو وزارت له ستر امنيتي مرستيال جنرال خوشحال سادات سره د ليدنې په مهال وكړې.
د سولې عالي شورا له لوري نن په خپره شوې خبرپاڼه كې راغلي، داودزي په دې ليدنه كې وويل، په هېواد كې د تلپاتې سولې د ټينګېدو لپاره اړتيا ده، چې د سولې بهير د افغانانو په رهبرۍ او مالكيت مخته لاړ شي.
هغه همدارنګه د سولې مشورتي لويې جرګې د جوړولو لپاره د چمتووالي په تړاو معلومات وړاندې كړل او ويې ويل، دا جرګه په خپل ټاكلي وخت يعنې د روانې غويي مياشتې په نهمه نېټه پيلېږي او د ګډونوالو د ټاكلو لړۍ يې تر ډېره بشپړه شوې ده.
د سولې عالي شورا وايي، ياد چارواكي د افغانستان د سولې پر بهير او د سولې مشورتي لويې جرګې د جوړولو لپاره پر چمتووالي وغږېدل.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA