ads

مسکو: داعش ډله اوس هم په سوريه کې فعاله ده

د روسيې مرستيال دفاع وزير الکساندر فومين وايي، که څه هم واشنګټن داعش ډله په سوريه کې ماتې خوړلې اعلان کړې، خو اوس هم د فرات رود په ختيځو څنډو کې وضعيت نه دی ارام شوی.

نویسنده: mayar
3 غویی 1398
مسکو: داعش ډله اوس هم په سوريه کې فعاله ده

د روسيې مرستيال دفاع وزير الکساندر فومين وايي، که څه هم واشنګټن داعش ډله په سوريه کې ماتې خوړلې اعلان کړې، خو اوس هم د فرات رود په ختيځو څنډو کې وضعيت نه دی ارام شوی.
ده له يوې روسي رسنۍ سره په مرکه کې ويلي، د امريکا له لوري په سوريه کې د داعش ډلې د له منځه وړلو اعلان واقعيت نه لري.
فومين زياته كړې، وسله والې ډلې اوس هم په سوريه کې فعاليت لري او وسله وال بريدونه، چې هلته ترسره کېږي، د دې موضوع ثبوت دی.
د هغه په وينا، له وسله والو کسانو بايد ملاتړ ختم او د سوريې دولتي سرتېرو ته اجازه ورکړل شي، چې د خپلې ټولې خاورې کنټرول په لاس کې واخلي.
د روسيې مرستيال دفاع وزير همدارنګه وايي، که دا موضوع جدي ونه نيول شي، د داعش ډلې د بېرته راتګ شونتيا هم شته.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA