روسيې د سوريې د ادليب ولايت په شاوخوا سيمو کې د النصره جبهې پر مهمو سنګرونو ۱۸ هوايي بريدونه کړي دي.
د راپورونو پر بنسټ، روسي الوتکو نن سهار د پرله سې هوايي بريدونو په لړ کې د دې جبهې يو شمېر سنګرونه ويجاړ کړل.
يوې پوځي سرچينې ويلي، د روسيې پلټونکو الوتکو هغه وخت د النصره جبهې وسله وال وليدل، چې غوښتل يې يو شمېر وسلې او مهمات د ادليب له مرکزي برخې د دغه ولايت لرې پرتو سيمو ته ولېږدوي.
د سرچينې په وينا، روسي الوتکو په ۱۸ هوايي بريدونو سره د وسله والو د تحرکاتو مقابله وکړه او په پايله کې يې د هغوى يو شمېر وسلې او د تجهيزاتو درې انبارونه له منځه لاړل او د لېږد عمليات يې ناکام شول.
روسي الوتکو د روانې اپرېل مياشتې په لومړيو کې هم د النصره جبهې پر وسله والو ۱۴ هوايي بريدونه ترسره کړي او د دوی د وسلو د لېږد عمليات يې ناکام کړي وو.


