ads

د كندهار د ولسي جرګې ټاكنو وروستۍ پايلې اعلان شوې

د ټاكنو خپلواك كمېسيون د كندهار د ولسي جرګې ټاكنو وروستۍ پايلې اعلان كړې.

نویسنده: mayar
3 غویی 1398
د كندهار د ولسي جرګې ټاكنو وروستۍ پايلې اعلان شوې

د ټاكنو خپلواك كمېسيون د كندهار د ولسي جرګې ټاكنو وروستۍ پايلې اعلان كړې.
د دغه كمېسيون د خبرپاڼې پر بنسټ، چې نن يې خپره كړې، سيد مقتدا ميران، محمود خان نصرت، روح الله خانزاده، سيد احمد خادم، ګل احمد کمين، سيد احمد سېلاب، خليل احمد مجاهد، محمد عارف نورزي، فرېبا احمدي کاکړ، ملالۍ اسحاقزۍ او پروين نامه په دغه ولايت كې تر نورو كانديدانو ډېرې رايې ترلاسه كړي او ولسي جرګې ته بريالي شوي دي.
په داسې حال كې، چې په پارلماني چارو كې د دولت وزير فاروق وردګ وايي، د روانې اونۍ تر پايه به د ملي شورا ۱۷مه تقنيني دوره پيل شي، خو د ټاكنو خپلواك كمېسيون لا هم نه دى توانېدلى، چې د ټولو ولايتونو د ولسي جرګې ټاكنو وروستۍ پايلې له خلكو سره شريكې كړي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA