ads

د سولې عالي شورا د سيمې او اروپا هېوادونو ته د خليلزاد اووم سفر ته هيله منه ده

په داسې حال كې، چې د افغانستان د سولې لپاره د امريكا د بهرنيو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خليلزاد سيمه ييزو او اروپايي هېوادونو ته خپل اووم سفر پيل كړى، د سولې عالي شورا هيله څرګندوي، چې د نوموړي دا سفر د افغان حكومت او طالبانو ترمنځ د مخامخ خبرو او اوربند په برخو كې له لاسته راوړنو ډك واوسي.

نویسنده: mayar
3 غویی 1398

د امريكا د بهرنيو چارو وزارت د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي، خليلزاد به د دې سفر په ترڅ كې، چې د اپرېل مياشتې له ۲۱مې د مې مياشتې تر ۱۱مې نېټې دوام كوي، افغانستان، هند، پاكستان، قطر، روسيې او بريتانيا ته لاړ شي او د يادو هېوادونو له چارواكو او د طالبانو له استازو سره به پر افغان سولې بهير وغږېږي.
د سولې عالي شورا مرستيال وياند اسدالله زايري نن كليد ته وويل، په دغه سفر كې به د خليلزاد تمركز له افغان سولې بهير څخه د سيمه ييز ملاتړ پر پراختيا وي.
دا په داسې حال كې ده، چې طالبان وايي، له امريکايي مركچي پلاوي سره په راتلونكې غونډه كې يوازې له افغانستانه د بهرنيو ځواكونو پر وتلو خبرې كوي، خو د افغانستان د سولې لپاره د امريكا د بهرنيو چارو وزارت ځانګړى استازى زلمى خليلزاد بيا تر هر څه وړاندې پر اوربند ټينګار كوي او د جګړې له ټولو ښكېلو خواوو غواړي، چې غيرې ضروري تاوتريخوالى پاى ته ورسوي او پر ځاى يې بين الافغاني مذاكراتو ته مخه كړي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA