خليلزاد د سيمې او اروپا هېوادونو ته خپل اووم سفر پيل کړ

د افغانستان د سولې لپاره د امريكا د بهرنيو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خليلزاد سيمه ييزو او اروپايي هېوادونو ته خپل اووم سفر پيل كړى دى.
دغه وزارت د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي، خليلزاد به د دې سفر په ترڅ كې، چې د اپرېل مياشتې له ۲۱مې د مې مياشتې تر ۱۱مې نېټې دوام كوي، افغانستان، هند، پاكستان، قطر، روسيې او بريتانيا ته لاړ شي او د يادو هېوادونو له چارواكو سره به پر افغان سولې بهير وغږېږي.