ads

خليلزاد د سيمې او اروپا هېوادونو ته خپل اووم سفر پيل کړ

د افغانستان د سولې لپاره د امريكا د بهرنيو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خليلزاد سيمه ييزو او اروپايي هېوادونو ته خپل اووم سفر پيل كړى دى.
دغه وزارت د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي، خليلزاد به د دې سفر په ترڅ كې، چې د اپرېل مياشتې له ۲۱مې د مې مياشتې تر ۱۱مې نېټې دوام كوي، افغانستان، هند، پاكستان، قطر، روسيې او بريتانيا ته لاړ شي او د يادو هېوادونو له چارواكو سره به پر افغان سولې بهير وغږېږي.

نویسنده: mayar
3 غویی 1398

د سرچينې په وينا، نوموړى به ټول شموله بين الافغاني خبرو ته د طالبانو د هڅولو په هدف د شپږم ځل لپاره په قطر كې د دغې ډلې له استازو سره وګوري.
دا په داسې حال كې ده، چې طالبان وايي، له امريکايي مركچي پلاوي سره په راتلونكې غونډه كې يوازې له افغانستانه د بهرنيو ځواكونو پر وتلو خبرې كوي، خو د افغانستان د سولې لپاره د امريكا د بهرنيو چارو وزارت ځانګړى استازى زلمى خليلزاد بيا تر هر څه وړاندې پر اوربند ټينګار كوي او د جګړې له ټولو ښكېلو خواوو غواړي، چې غيرې ضروري تاوتريخوالى پاى ته ورسوي او پر ځاى يې بين الافغاني مذاكراتو ته مخه كړي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA