ads

تېر كال په هېواد كې ملكي مرګ ژوبله زياته شوې

د افغانستان د بشري حقونو خپلواك كمېسيون وايي، په ۱۳۹۷يم لمريز كال كې په هېواد كې ۱۱۲۱۲ ملكي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

نویسنده: mayar
3 غویی 1398
تېر كال په هېواد كې ملكي مرګ ژوبله زياته شوې

د افغانستان د بشري حقونو خپلواك كمېسيون وايي، په ۱۳۹۷يم لمريز كال كې په هېواد كې ۱۱۲۱۲ ملكي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د دغه كمېسيون رئيسې سيما سمر نن يوې خبري غونډې ته د ملكي مرګ ژوبلې په اړه د خپل كلني راپور د وړاندې كولو په مهال وويل، تېر كال په بېلابېلو پېښو كې ۳۰۳۲ ملكي وګړي وژل شوي او ۸۱۸۰ تنه نور ټپيان شوي، چې د ۱۳۹۶يم لمريز كال په پرتله ۱۹ فيصده زياتوالى ښيي.
هغې زياته كړه، د يادې ملكي مرګ ژوبلې ۵۳ فيصده په طالبانو، ۱۱ اعشاريه ۵۹ فيصده په افغان او بهرنيو ځواكونو او ۱۲ اعشاريه پنځه فيصده په داعش ډلې پورې تړاو لري، خو د ۲۲ فيصده مسوولين يې تر دا مهاله معلوم نه دي.
سمر له حكومته غواړي، چې ټولو افغان سرتېرو ته بشر دوستانه نړيوال قوانين تدريس كړي، د بښنې دود پاى ته ورسوي او هغه مسوولين مجازات كړي، چې د ملكي مرګ ژوبلې په مخنيوي كې يې غفلت كړى دى.
د افغانستان د بشري حقونو خپلواك كمېسيون د معلوماتو پر بنسټ، په ۱۳۹۶يم لمريز كال كې په هېواد كې ۹۴۱۳ ملكي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې وه.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA