د ننګرهار په چپرهار ولسوالۍ کې د داعش ډلې له لوري ۲۴ برمته شوي ولسي وګړي وژغورل شول.
د دغه ولايت د والي وياند عطاء الله خوږياڼي کليد ته وويل، داعشيانو نن سهار د چپرهار ولسوالۍ په سلوزو سيمه کې ۲۴ قومي مخور برمته كړي وو، چې افغان ځواكونو د عملياتو په ترڅ كې د داعش ډلې له منګولو وژغورل.
د نوموړي په خبره، د يادو ملكيانو د ژغورلو په مهال د امنيتي سرتېرو او داعش وسله والو ترمنځ نښته هم شوې، چې له كبله يې درې داعشيان او يو ملكى وګړى ټپيان شوي دي.
داعش ډلې تراوسه په دې تړاو تبصره نه ده كړې.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ