د غزني ولايتي چارواكي وايي، د دغه ولايت په قره باغ ولسوالۍ كې د افغان ځانګړو ځواكونو د عملياتو په مهال د وسله والو طالبانو له يوه زندانه ۱۰ بنديان په تېښته بريالي شوي دي.
د غزني د والي د وياند محمد عارف نوري په خبره، دا عمليات تېره شپه د قره باغ ولسوالۍ په ليليزي، فتح الله او والي كلا سيمو كې ترسره شول، چې په ترڅ كې يې ۱۰ تنه، چې طالبانو په يوه كانټينر كې بنديان كړي وو، په تېښته بريالي شول.
هغه وويل، په يادو عملياتو كې نهه طالبان وژل شوي، ۱۰ تنه ټپيان دي او پنځه نور نيول شوي دي.
وسله والو طالبانو بيا ادعا كړې، چې د غزني په قره باغ ولسوالۍ كې د افغان او امريكايي ځواكونو د عملياتو له كبله د يوه جومات د ملا امام په ګډون څلور ملكي وګړي وژل شوي او دوه تنه نور يادو ځواكونو نيولي دي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ