ads

طالبان له امريکايانو سره په راتلونکې غونډه کې د سرتېرو پر وتلو خبرې کوي

طالبان وايي، له امريکايي مركچي پلاوي سره په راتلونكې غونډه كې يوازې له افغانستانه د بهرنيو ځواكونو پر وتلو خبرې كوي.
په قطر كې د طالبانو د سياسي دفتر وياند سهيل شاهين فرانس پرېس خبري اژانس ته ويلي، په تېرو غونډو کې طالبان او امريکا د بهرنيو ځواکونو د وتلو پر سر يو لړ هوکړو ته رسېدلي، خو ځينې جزيات د بحث وړ دي.

نویسنده: mayar
2 غویی 1398

د هغه په وينا، د نورو خبرو د دوام لپاره د بهرنيو ځواکونو وتل د طالبانو مهم شرط دى.
خو د افغانستان د سولې لپاره د امريكا د بهرنيو چارو وزارت ځانګړى استازى زلمى خليلزاد بيا تر هر څه وړاندې پر اوربند ټينګار كوي او د جګړې له ټولو ښكېلو خواوو غواړي، چې غيرې ضروري تاوتريخوالى پاى ته ورسوي او پر ځاى يې بين الافغاني مذاكراتو ته مخه كړي.
د يادونې وړ ده، چې د امريكا او طالبانو استازو تراوسه د قطر په پايتخت دوحه كې پنځه ځلې سره كتلي او شپږم پړاو مذاكراتو ته چمتووالى نيسي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA