ناټو په پوځي عملياتو كې د ملكي مرګ ژوبلې پر رامنځته كېدو خواشيني څرګنده کړه

په افغانستان كې د بهرنيو ځواكونو عمومي قوماندان جنرال سكاټ ميلر په دغه هېواد د ناټو سرتېرو په وروستيو عملياتو كې د ملكي مرګ ژوبلې پر رامنځته كېدو خواشيني څرګنده كړه او د ملكي مرګ ژوبلې د مخنيوي په هدف يې د يادو سرتېرو پر ژمنې ټينګار وكړ.