په افغانستان كې د بهرنيو ځواكونو عمومي قوماندان جنرال سكاټ ميلر په دغه هېواد د ناټو سرتېرو په وروستيو عملياتو كې د ملكي مرګ ژوبلې پر رامنځته كېدو خواشيني څرګنده كړه او د ملكي مرګ ژوبلې د مخنيوي په هدف يې د يادو سرتېرو پر ژمنې ټينګار وكړ.
ده تېره ورځ له غرمې وروسته په سپېدار ماڼۍ كې له اجرائيه رئيس عبدالله عبدالله سره وليدل.
د اجرائيه رياست د خبرپاڼې له مخې، ميلر په دې ليدنه كې، چې په افغانستان كې د ناټو ملكي استازي نيكولاس كې هم حضور درلود وويل، پر لازم دقت سربېره به ګټورې تګلارې تر لاس لاندې ونيول شي، ترڅو په پوځي عملياتو كې د ملكي مرګ ژوبلې مخنيوى وشي.
په خبرپاڼه كې راغلي، دواړو لورو په هېواد كې پر وروستيو امنيتي بدلونونو، سياسي وضعيت او سولې پروسې خبرې وكړې.
دا په داسې حال كې ده، چې په تېرو څو اونيو كې د هېواد په بېلابېلو سيمو كې د پوځي عملياتو په مهال ملكي وګړو ته مرګ ژوبله واوښته، چې د هېوادوالو له توند غبرګون سره مخ شول.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


