ads

عبدالله: د ناسم مديريت له كبله د دوحې غونډه لغوه شوه

د ملي يووالي حكومت اجرائيه رئيس عبدالله عبدالله وايي، په قطر كې د بين الافغاني خبرو لپاره رامنځته شوى فرصت د ناسم مديريت له كبله له لاسه ووت.

نویسنده: mayar
2 غویی 1398
عبدالله: د ناسم مديريت له كبله د دوحې غونډه لغوه شوه

د ملي يووالي حكومت اجرائيه رئيس عبدالله عبدالله وايي، په قطر كې د بين الافغاني خبرو لپاره رامنځته شوى فرصت د ناسم مديريت له كبله له لاسه ووت.
نوموړي نن د وزيرانو شورا غونډې ته وويل، د دوحې د غونډې پر لغوه كېدو او د طالبانو له لوري د جګړې پر اعلانېدو سربېره هم افغانان د سولې ملاتړي او چمتو دي، چې د سولې مذاكراتو له راتلونكو فرصتونو ګټه واخلي.
عبدالله يو ځل بيا ټينګار وكړ، چې افغانان په هېواد كې د سولې ټينګښت يوه اړتيا بولي.
اجرائيه رئيس په ميدان وردګ كې ملكي مرګ ژوبلې ته په اشارې زياته كړه، په افغانستان كې د بهرنيو ځواكونو عمومي قوماندان جنرال سكاټ ميلر هغه تاييد كړې ده.
د عبدالله په وينا، ميلر د يكشنبې په ورځ له ده سره د ليدنې په مهال د ملكي مرګ ژوبلې له كبله بښنه وغوښته او ويې ويل، په راتلونكې كې د ملكي مرګ ژوبلې د مخنيوي لپاره به اقدامات تر لاس لاندې ونيول شي.
دا په داسې حال كې ده، چې په تېرو څو اونيو كې د هېواد په بېلابېلو سيمو كې د پوځي عملياتو په مهال ملكي وګړو ته مرګ ژوبله واوښته، چې د هېوادوالو له توند غبرګون سره مخ شول.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA