روسيه وايي، د اوکراين د جمهوري رياست په دوهم پړاو ټاکنو کې د کومېډين ولوديمير زېلېنسکي بريا ښيي، چې د اوکراين ملت د بدلون په لټه کې دی.
د اوکراين د جمهوري رياست د دوهم پړاو ټاكنو لومړنۍ پايلې ښيي، چې زېلېنسکي په غوڅه توګه بريا ترلاسه کړې او د ټاکنو کابو ۷۳ په سلو کې رايې يې ګټلي او يوازې په سلو کې ۲۵ کسانو پخواني جمهور رئيس پېټرو پورو شينکو ته رايه ورکړې ده.
پوروشينكو خپله ماتې منلې، خو ټينګار يې کړی، چې سياست ته به دوام ورکړي.
دى داسې مهال له ماتې سره مخ کېږي، چې په ۲۰۱۴م ميلادي کال کې د اروپا او لوېديځو هېوادونو په ملاتړ او ژمنو واک ته ورسېد، خو ونه توانېد، چې خپلې ژمنې عملي کړي.


