له سريلانکا وروستي راپورونه وايي، په دغه هېواد کې د پرونيو شاوخوا ۱۵ چاودنو د وژل شوو كسانو شمېر ۲۹۰ او د ټپيانو ۵۰۰ ته لوړ شوی دی.
سريلانکايي چارواکو ويلي، دا چاودنې داسې مهال رامنځته شوې، چې ټاکل شوې وه په راتلونکو څو ورځو کې هلته د ګواښونو د څېړلو په تړاو د ملي امنيت شورا ناسته جوړه شي.
د دوی په وينا، ترهګرو کليساګانې او هوټلونه په نښه کړي او يادې چاودنې داسې مهال شوي، چې زرګونه کسان د پاک اختر په نوم جشن ته د تياري په حال کې وو.
بل پلو د سريلانکا امنيتي چارواکي وايي، له دې چاودنو سره د تړاو په تور يې ۲۴ تنه نيولي دي.
دا چاودنې پر درېيو کليساګانو او څلورو هوټلونو وشوې.
يوازې اته چاودنې پرون له غرمې وروسته داسې مهال وشوې، چې پوليسو غوښتل پر يوه کور عمليات ترسره کړي.
په دغو چاودنو کې درې پوليس ووژل شول.
د راپورونو پر بنسټ، ټاکل شوې وه نهمه چاودنه د پايتخت کولمبو په نړيوال هوايي ډګر کې ترسره شي، خو پوليسو يې مخه ونيوله.
له دغو چاودنو وروسته د سريلانکا حکومت پوځي حالت اعلان کړی و، چې نن پای ته ورسېد.
تر دې مهاله د يادو چاودنو مسووليت چا پر غاړه نه دی اخيستی.


