حسين سلامي د ايران د سپاه پاسدارانو د نوي قوماندان په توګه وټاکل شو

څو ورځې وروسته له دې، چې امريكا د ايران د سپاه پاسداران انقلاب اسلامي ځواكونه يوه تروريستي ډله اعلان كړه، د دغه هېواد ستر مذهبي مشر ايت الله علي خامنه يي د ياد ځواك لپاره نوى قوماندان وټاكه.