څو ورځې وروسته له دې، چې امريكا د ايران د سپاه پاسداران انقلاب اسلامي ځواكونه يوه تروريستي ډله اعلان كړه، د دغه هېواد ستر مذهبي مشر ايت الله علي خامنه يي د ياد ځواك لپاره نوى قوماندان وټاكه.
د ايراني رسنيو د راپورونو له مخې، خامنه يي د يكشنبې په ورځ د جنرال محمد علي جعفري پر ځاى جنرال حسن سلامي د سپاه پاسدارانو د نوي قوماندان په توګه په دنده وګوماره.
جنرال جعفري څه باندې ۱۱ كاله د ايران د سپاه پاسداران انقلاب اسلامي ځواكونو مشري پر غاړه لرله.
جنرال سلامي ۵۹ كلن دى او مخكې د سپاه پاسدارانو د قوماندان مرستيال و.
د امريكا جمهور رئيس ډونالډ ټرمپ د روانې اپرېل مياشتې په اتمه نېټه دا ځواك د تروريستي سازمانونو په تور لېست کې شامل كړ.
ايران دغه اقدام وغانده او په ځواب كې يې د امريكا مركزي قومانداني يو تروريستي سازمان اعلان كړ.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


