ads

جمهور رئيس غني د كابل سيند پر پاكولو ټينګار وکړ

جمهور رئيس محمد اشرف غني وايي، د کابل سيند بايد له پغمانه تر غارو تنګي پورې پاک او استنادي دېوالونه يې هم جوړ شي.
نوموړي دا خبره تېر مازديګر په ارګ كې د ده په مشرۍ د کابل سيند د مديريت او په کابل ښار کې د وروستيو سېلابونو د زيانونو ارزونې په اړه جوړې شوې غونډې ته وكړه.

نویسنده: mayar
2 غویی 1398

د جمهوري رياست د مطبوعاتي دفتر د خبرپاڼې پر بنسټ، جمهور رئيس غني د كابل ښاروال او نورو مسوولينو ته لارښوونه وكړه، چې له سېلاب ځپلو او هغو كسانو سره، چې كورونه يې په بشپړ ډول له لاسه وركړي، بېړنۍ مرستې وكړي.
هغه د کابل سيند د حريم پر تعيين، تثبيت او تصفيې او د يادې ساحې پر ډيزاين ټينګار وکړ او مسوولينو ته يې لارښوونه وکړه، چې اړوند وزارتونه دې د همکارۍ خپلمنځي تفاهمنامه لاسليک کړي، چې د وظايفو وېش مشخص او لګښت يې معلوم شي.
د هېواد جمهور رئيس همدارنګه د ټولګټو چارو وزارت او کابل ښاروالۍ ته لارښوونه وکړه، چې په کابل ښار کې د سېلابونو له كبله د زيانمنو شوو پلونو د جوړولو او بيارغونې لپاره بېړنى اقدام وكړي او د کمپنۍ پُل دې هم ژر تر ژره د خلکو د تګ راتګ لپاره چمتو شي.
بايد وويل شي، چې وروستيو سېلابونو د پايتخت اوسېدونكو ته ځاني او مالي زيانونه واړول.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA