ads

تېر كال د افغانستان په ۵۷ ولسواليو كې څارنوالۍ بېرته فعالې شوې

لويه څارنوالي وايي، په تېر ۱۳۹۷يم لمريز كال كې يې په هغو ۵۷ ولسواليو كې يې څارنوالۍ بېرته فعالې كړي، چې له اتو تر ۱۲ كلونو په كې څارنوالانو حضور نه درلود.

نویسنده: mayar
2 غویی 1398
تېر كال د افغانستان په ۵۷ ولسواليو كې څارنوالۍ بېرته فعالې شوې

لويه څارنوالي وايي، په تېر ۱۳۹۷يم لمريز كال كې يې په هغو ۵۷ ولسواليو كې يې څارنوالۍ بېرته فعالې كړي، چې له اتو تر ۱۲ كلونو په كې څارنوالانو حضور نه درلود.
لوى څارنوال محمد فريد حميدي نن ملت ته د حكومت د حساب وركولو په غونډه كې وويل، دمګړۍ د هېواد په ۷۸ فيصده سيمو كې څارنوالان موجود دي.
ده زياته كړه، لويه څارنوالي هڅه كوي په روان لمريز كال كې د حكومت تر كنټرول لاندې په ټولو سيمو كې څارنوالۍ فعالې كړي.
د حميدي په خبره، تېر كال د حكومت د لوړ رتبه چارواكو په ګډون ۲۱۲ تنه د اداري فساد په تور محاكمه شوي دي.
لوى څارنوال وايي، هېواد ته له نورو هېوادونو د ۱۲۷۳ افغان بنديانو لېږد د دوى د ۱۳۹۷يم لمريز كال بله لاسته راوړنه ده.
كليد ګروپ تېر كال په يوه څېړنيز راپور كې موندلي وو، چې د هېواد په ۳۳ ولايتونو كې ۱۱۱ ولسوالۍ عدلي او قضايي مركزونه نه لري، خو لويې څارنوالۍ وويل، د دغه راپور له خپرېدو وروسته يې په ۴۷ ولسواليو كې څارنوالۍ بېرته فعالې كړې.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA