ads

هوايي بريدونو او چاودنو طرابلس ولړزاوه

د ليبيا په پايتخت طرابلس کې عيني شاهدان وايي، دغه ښار تېره شپه د سختو هوايي بريدونو او چاودنو شاهد و.
دوی رويټرز خبري اژانس ته ويلي، يو شمېر الوتکې يې وليدلې، چې د طرابلس پر هوا يې پروازونه کول او له ۱۰ دقيقو وروسته يې يو شمېر سيمې بمبار کړې.

نویسنده: mayar
1 غویی 1398

د عيني شاهدانو په خبره، نن سهار بيا د يوې الوتکې د راتګ غږ واورېدل شو او وروسته يوې درنې چاودنې ټول ښار ولړزاوه.
تر دې مهاله څرګنده نه ده، چې دا بريدونه د څه ډول الوتکو له لوري شوي، خو د ليبيا دافع هوا سيسټم يې په ضد توغندي توغولي دي.
د طرابلس اوسېدونکو ويلي، ظاهراً د دغو بريدونو هدف د طرابلس پلوه سرتېرو يوه پوځي اډه وه.
۱۵ ورځې وړاندې جنرال خليفه حفتر، چې د ليبيا د ملي پوځ په نوم د يو شمېر سرتېرو مشري کوي، د سعودي عربستان، متحده عربي اماراتو او مصر په ملاتړ د ليبيا د دې ساحلي ښار د نيولو په هدف عمليات پيل کړي دي.
طرابلس د ملي يووالي دولت مرکز دی.
حفتر د طرابلس په وړاندې پيل شوو عملياتو ته د طرابلس د ازادۍ عملياتو نوم ورکړی، خو د ملي يووالي دولت مشر بيا خپله دفاع د اور غورځوونكي قهر په نوم نومولې ده.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA