جمهور رئيس محمد اشرف غني وايي، پنجشېر لوړ توريستي ظرفيت لري او په دغه ولايت کې به د اوبو پر مديريت کار وشي.
هغه دا خبره تېر ماښام په ارګ كې د پنجشېر د ولايتي شورا له غړو سره د ليدنې په مهال وكړه.
جمهور رئيس غني وويل، د پنجشېر د انکشاف او صنعتي کېدو لپاره عملي برنامې شته، چې له برېښنا سره د دې ولايت له وصلېدو سره به هلته د وسپنې کان استخراج شي.
نوموړي د پنجشېر د ولايتي شورا له غړو سره ژمنه وکړه، چې د دغه ولايت د لوړو زده کړو موسسې د ليليې ودانۍ به د ارګ عملياتي واحد جوړه کړي او همدارنګه به په شخصي لګښت هلته يو کتابتون پرانېزي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ