په خوست کې د تېرې شپې د سختو بارانونو او سېلابونو راوتو له كبله لسګونه کورونه زيانمن شوي دي.
يوازې د خوست ښار په لوېديځه برخه كې ۴۰ کورونه په بشپړ ډول له منځه تللي او ۳۰ نور قسماً وران شوي دي.
د خوست د والي وياند طالب منګل وايي، سېلابونو ځاني زيان نه دى اړولى.
د منګل په خبره، د يادو کورونو اوسېدونکي په وخت خوندي ځايونو ته لېږدول شوي دي.
دى زياتوي، د خوست والي محمد حليم فدايي اړوندو ادارو ته لارښوونه کړې، چې له زيانمنو شوو کورنيو سره بېړنۍ مرسته وکړي او د خلکو ستونزو ته په وخت ځواب ووايي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


