د كابل په كلكان ولسوالۍ كې د امنيتي ځواكونو پر دوو رېنجر موټرونو د وسله وال بريد له كبله درېيو امنيتي سرتېرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د دغه ولايت د قره باغ ولسوالۍ ولسوال خواجه محمد حنيف كليد ته وويل، دا بريد تېره ورځ ناوخته د كلكان ولسوالۍ په بابوش كلي كې شوى دى.
نوموړي زياته كړه، په دې پېښه كې يو امنيتي سرتېرى وژل شوى او دوه نور ټپيان دي.
د پېښې مسووليت تراوسه د دولت كومې مخالفې وسله والې ډلې پر غاړه نه دى اخيستى.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


