د سوډان رسنۍ په دې هېواد کې د پخواني حاکم ګوند ملي کنګرې د يو شمېر مشرانو د نيولو خبر ورکوي.
د راپورونو له مخې، د سوډان د اطلاعاتو پوځي ادارې، د ملي کنګرې ګوند مشر احمد هارون، د پخواني جمهور رئيس عمر البشير لومړی مرستيال علي عثمان طاها، د هغه سکرتر عوض الجاز او د سوډان د اسلامي جنبش عمومي منشي الزبير احمد حسن نيولي دي.
دغه راز د ملي کنګرې ګوند پياوړی غړى نافع علي نافع هم نيول شوی دی.
د راپورونو پر بنسټ، د سوډان د پارلمان پخوانی مشر احمد ابراهيم الطاهر بيا په خپل کور کې نظربند شوی دى.
دا په داسې حال کې ده، چې تر دې وړاندې د سوډان قضايي سرچينو خبر ورکړی و، چې د پخواني جمهور رئيس عمر البشير د پيسو مينځلو په تړاو هم پلټنې پيل شوې دي.


