ارګ او اجرائيه رياست د مخابراتو او معلوماتي ټكنالوژۍ پر وزارت د تېرې ورځې بريد غندلى او هغه يې وحشيانه او د اخلاقي او بشري حقونو د موازينو خلاف بللى دى.
جمهور رئيس محمد اشرف غني وايي، دا ډول وحشي کړنې نه يوازې پرمختګ او لوړو هدفونو ته د رسېدو په برخه کې د افغانانو د ارمانونو په وړاندې خنډ نه شي واقع کېدی، بلکې د تروريزم له شومې پديدې سره د مبارزې او د ترور او وحشت د رېښو د نابودۍ په برخه کې د افغان امنيتي او دفاعي ځواکونو اراده لا پياوړې کوي.
اجرائيه رياست هم ويلي، ملكي ادارې په نښه كول د افغانستان له ابادۍ او پرمختګ نه د ترهګرو او د هغوى د ملاتړ وېره او اندېښنه څرګندوي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


