په ننګرهار كې د هوايي بريدونو له كبله د دې ولايت لپاره د وسله والو طالبانو د نومول شوي مرستيال والي او ځينو نورو مهمو غړو په ګډون لسګونو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د ننګرهار ولايت د رسنيو دفتر د خبرپاڼې پر بنسټ، د شېرزادو ولسوالۍ په مرکيخېلو سيمه کې تېر ماښام شاوخوا شپږ بجې د بې پيلوټه الوتکې په دوو پرله پسې بريدونو کې د دغه ولايت لپاره د طالبانو د نومول شوي مرستيال والي شېخ زر محمد، چې مشهور په رحماني و، د شېرزادو ولسوالۍ لپاره د طالبانو د نومول شوي مرستيال ولسوال نورالله، د ۲۰ کسيزې ډلې د مشر سيدا جان او جنګي قوماندان ذبيح الله په ګډون ۱۶ طالبان ووژل شول.
سرچينه وايي، د يادو هوايي بريدونو په ترڅ كې د شېرزادو ولسوالۍ لپاره د طالبانو نومول شوى قاضي مولوي محمد عالم او د هغه ورور له ۱۷ نورو مخالفينو سره سخت ټپيان شوي دي.
وسله والو طالبانو تر دا مهاله د دغې ادعا په تړاو خپل نظر نه دى څرګند كړى.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ