د ننګرهار د مركز جلال اباد ښار د دوهمې امنيتي حوزې اړوند د پاچا وزير په نوم مارکېټ کې اور لګېدنه رامنځته شوې ده.
د دغه ولايت د والي وياند عطاء الله خوږياڼي كليد ته وويل، اور لګېدنه نن سهار د ياد مارکېټ په دوهم پوړ کې د برېښنا د شارټۍ له كبله رامنځته شوه.
هغه زياته كړه، د اور وژنې ډله ژر سيمې ته رسېدلې، اور يې مړ كړى او د لوى زيان مخه يې نيولې ده.
د يادونې وړ ده، چې ډېر كله په جلال اباد ښار كې په لويو سوداګريزو مارکېټونو کې دغه ډول اور لګېدنې رامنځته کېږي او مالي زيانونه اړوي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ