په كابل، هرات، فارياب، نيمروز او بغلان ولايتونو كې د بېلابېلو جرمونو په تور اته تنه نيول شوي دي.
د كورنيو چارو وزارت نن د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي، د نيمروز له جنايي جرمونو سره د مبارزې پوليسو د دې ولايت د شهيدانو او معلولينو آمر د رشوت اخيستلو په تور نيولى دى.
د سرچينې په وينا، د كابل امنيه قوماندانۍ له نشه يي توكو سره د مبارزې پوليسو د پايتخت د ۱۰مې او ۱۵مې ناحيو په مربوطاتو كې د نشه يي توكو د پلورلو په تور درې تنه له څه باندې درې كيلو ګرامه چرسو او ۱۲۸ زره افغانيو نغدو پيسو سره يو ځاى نيولي دي.
د كورنيو چارو وزارت همدارنګه وايي، د پوليسو د عملياتو په ترڅ كې په هرات او فارياب ولايتونو كې څلور نامسووله وسله وال له څلور ميله وسلو سره يو ځاى ونيول شول.
سرچينه زياتوي، د بغلان پوليسو بيا يو موټر، چې څه موده وړاندې وسله والو غلو غلا كړى و، بېرته خپل خاوند ته تسليم كړى دى.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ