ads

په كابل ښار كې جګړه پاى ته ورسېده

د كورنيو چارو وزارت وايي، په كابل ښار كې د مخابراتو او معلوماتي ټكنالوژۍ وزارت د ودانۍ پر مركزي پوست خونې د امنيتي ځواكونو تصفيوي عمليات پاى ته ورسېدل او ټول بريد كوونكي ووژل شول.

نویسنده: mayar
31 وری 1398
په كابل ښار كې جګړه پاى ته ورسېده

څلورم تعقيب -د كورنيو چارو وزارت وايي، په كابل ښار كې د مخابراتو او معلوماتي ټكنالوژۍ وزارت د ودانۍ پر مركزي پوست خونې د امنيتي ځواكونو تصفيوي عمليات پاى ته ورسېدل او ټول بريد كوونكي ووژل شول.
نن له غرمې وړاندې شاوخوا ۱۱ بجې او ۴۰ دقيقې د مخابراتو او معلوماتي ټكنالوژۍ وزارت ترڅنګ چاودنه وشوه او وروسته څو وسله والو له امنيتي ځواكونو سره جګړه پيل كړه، چې تر مازديګره يې دوام درلود.
د كورنيو چارو وزارت ويلي، د بريد هدف مركزي پوست خونه وه.
دغه وزارت زياته كړې، په پېښه كې څلور امنيتي سرتېري او درې ملكي وګړي وژل شوي او اته ملكيان ټپيان دي.
د پېښې مسووليت تراوسه كومې وسله والې ډلې پر غاړه نه دى اخيستى، خو له بريد كوونكو د داعش ډلې بيرغونه ترلاسه شوي دي.
وسله والو طالبانو هم په پېښه كې خپل لاس لرل رد كړي دي.

 

 

 

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA