ads

په غزني كې ۴۴ وسله وال طالبان وژل شوي

د غزني په مركز او ولسواليو كې په تېرو ۲۴ ساعتونو كې د افغان او بهرنيو ځواكونو د هوايي او ځمكنيو عملياتو په مهال ۴۶ وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

نویسنده: mayar
31 وری 1398
په غزني كې ۴۴ وسله وال طالبان وژل شوي

د غزني په مركز او ولسواليو كې په تېرو ۲۴ ساعتونو كې د افغان او بهرنيو ځواكونو د هوايي او ځمكنيو عملياتو په مهال ۴۶ وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د دې ولايت د والي وياند محمد عارف نوري وايي، دا عمليات د غزني د مركز په نوغي كلي او د ګيرو، ګيلان، اب بند او اندړو ولسواليو په مربوطاتو كې ترسره شوي، چې په ترڅ كې يې ۴۴ طالبان وژل شوي او دوه تنه نور ژوبل دي.
د نوموړي په خبره، په دغو عملياتو كې د طالبانو دوه موټرونه او څلور موټر سايكلونه هم له منځه وړل شوي دي.
نوري زياتوي، په ناوې ولسوالۍ كې د كومانډو او د ملي امنيت د صفر يو قطعې د ګډو ځواكونو د عملياتو په ترڅ كې د طالبانو د وسلو او مهماتو يوه ډيپو كشف او ترلاسه شوې ده.
خو وسله والو طالبانو ادعا كړې، چې افغان او امريكايي ځواكونو په ناوې ولسوالۍ كې د عملياتو په مهال يو ملكي وګړى وژلى، دوه تنه يې ټپيان كړي او څلور نور يې له ځانونو سره بېولي دي.
دا ډله همدارنګه ادعا كوي، چې پر يادو ځواكونو د بريد په مهال يې درې افغان او دوه امريكايي سرتېري وژل شوي او په جګړې كې دوو طالب جنګياليو هم خپل ژوند له لاسه وركړى دى.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA