په تركيه كې د خاشقجي د وژلو په تړاو دوه اماراتي جاسوسان ونيول شول

تركيې د متحده عربي اماراتو دوه جاسوسان د وژل شوي سعودي خبريال جمال خاشقجي د وژلو په قضيه کې د ښکېلتيا په تور نيولي او پوښتنې ګروېږنې ترې روانې دي.
يوه ترکي چارواکي رويټرز خبري اژانس ته ويلي، هېواد يې د خاشقجي د وژلو اړوند دوسيه کې د دغو کسانو په اړه څېړنه کوي.