ads

په تركيه كې د خاشقجي د وژلو په تړاو دوه اماراتي جاسوسان ونيول شول

تركيې د متحده عربي اماراتو دوه جاسوسان د وژل شوي سعودي خبريال جمال خاشقجي د وژلو په قضيه کې د ښکېلتيا په تور نيولي او پوښتنې ګروېږنې ترې روانې دي.
يوه ترکي چارواکي رويټرز خبري اژانس ته ويلي، هېواد يې د خاشقجي د وژلو اړوند دوسيه کې د دغو کسانو په اړه څېړنه کوي.

نویسنده: mayar
31 وری 1398

د ځايي چارواكو په وينا، نيول شوي کسان ترکيې ته له رسېدو وروسته تر شپږو مياشتو څارل کېدل، چې بالاخره په استانبول کې ونيول شول.
۵۹ کلن جمال خاشقجي، چې په امريکا کې اوسېده او د سعودي عربستان د ځواکمن وليعهد محمد بن سلمان له منتقدينو څخه و، د تركي چارواكو په خبره، د تېرې اكټوبر مياشتې په دوهمه نېټه په استانبول كې سعودي كونسلګرۍ ته له ننوتو سره سم وژل شوى او مړى يې ټوټې ټوټې شوى دى.
د امريكا د مركزي استخباراتو ادارې سي آى اې د نوموړي د وژلو امر محمد بن سلمان ته راجع كړى دى.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA