ads

په بادغيس او تخار ولايتونو كې لسګونو وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې

د ملي دفاع وزارت وايي، په بادغيس او تخار ولايتونو كې د افغان او بهرنيو ځواكونو په هوايي بريدونو كې ۴۸ وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

نویسنده: mayar
31 وری 1398
په بادغيس او تخار ولايتونو كې لسګونو وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې

د ملي دفاع وزارت وايي، په بادغيس او تخار ولايتونو كې د افغان او بهرنيو ځواكونو په هوايي بريدونو كې ۴۸ وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
دغه وزارت د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي، د غوڅ ملاتړ ماموريت ځواكونو د جمعې په مازديګر د افغان امنيتي او دفاعي ځواكونو د ملاتړ په هدف د بادغيس په بالامرغاب ولسوالۍ كې د طالبانو پر قرارګاه هوايي بريدونه كړي دي.
په خبرپاڼه كې راغلي، په دې بريدونو كې ۲۰ طالبان وژل شوي او ۲۵ تنه نور ټپيان دي.
د يو بل خبر له مخې، د ملي دفاع وزارت وايي، د تخار د دشت قلعه ولسوالۍ په حيرتان كلي كې د افغان ځواكونو د هوايي بريدونو له كبله، چې پرون مازديګر ترسره شوي، يو وسله وال طالب وژل شوى او دوه تنه نور ژوبل دي.
وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA