عمران خان: افغان حكومت ته نور د سولې مشوره نه وركوم

د پاكستان لومړي وزير عمران خان اعلان وكړ، چې له دې وروسته د افغانستان حكومت ته په دغه هېواد كې د سولې ټينګېدو په اړه هېڅ مشوره نه وركوي.
ده تېره ورځ په اوركزو قبايلي سيمه كې د وينا په مهال په وويل، افغان حكومت يې مشوره د افغانستان په كورنيو چارو كې مداخله بولي.